ملا عبدالغني برادر د افغانستان له پاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سره ولیدل

ملا عبدالغني برادر د افغانستان له پاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سره ولیدل
د رییس الوزرا مرستیالانو ملا عبدالغنی برادر او مولوی عبدالسلام حنفي د افغانستان له پاره د بریتانیا له ځانګړي استازي (سایمون گس) سره په لیدنه کې ویلي چې موږ له بریتانیا او ټولې نړۍ سره ښه روابط غواړو.
(2021 / 10 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
د رییس الوزرا مرستیالانو ملا عبدالغنی برادر او مولوی عبدالسلام حنفي د افغانستان له پاره د بریتانیا له ځانګړي استازي (سایمون گس) سره په لیدنه کې ویلي چې موږ له بریتانیا او ټولې نړۍ سره ښه روابط غواړو.
نوموړي همدا راز ویلي چې نړیوالۍ ټولني هم غوښتنه کوو چې افغانستان پانګه بېرته افغانانو ته وسپاري همدارنګه په دې ناسته کې د سایمون گس د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو له لارې له افغانستان سره د خپل هیواد د بشر دوستانه مرستو د دوام ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې “زموږ لپاره، د انجونو لوړې زده کړې، او همدارنګه ستاسو ډاډ چې افغانستان به نور د نورو هیوادونو لپاره ګواښ نه وي. “دا خورا مهم دي او موږ غواړو په افغانستان کې رغنده رول ولوبوو.






