په کندوز کښې جونه سکولونو ته ځي

0
81

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د کندوز ولایت نه داسې رپورټونو او ویډیوګانې په رسنیو خپرې شوی چې ښکاری چې په دې ولایت کښې ښځینه زده کوونکې سکولونو ته ځي او زده کړې ی پیل کړي دي.

د افغانستان اسلامی امارت د ملګري ملتونو لپاره ټاکل شوی ځانګړې نمانیده سهیل شاهین په خپل ټویټر پانړه یوه ویډیو خپره کړي چې په کندوز خان آباد ولسوالۍ کښې جونه خپل ښوونځي ته ځی، ددې سیمې یو تن وایی چې تراوسه په دې سیمه کښې د ښځینه سکولونه نه دي تړل شوي او ټولې جونه خپلې زده کړې کوي.
یاده دې وی چې نن په رسنیو کښې داسې رپورټونه هم خپاره شوي چې د کابل پاسپورټ ریاست ښځینه او نارینه کارمندانو ته امر کړې دې چې خپلو وظیفو ته راشي او افغان وګړو ته د پاسپورټونو او د تذکرو ورکول پیل کړي.
د نړۍ هیوادونو په طالبانو سخت تنقیدونه کوي چې دوی ښځینه سکولونه تړلي او ښځینه زده کوونکو باندي ی د علم دروازې بندې کړي ولې بل طرف طالب مشرانو وایی چې دوی د ښځینه زده کوونکو لپاره انتظامات کوي او ډیر زر به د ښځینه لپاره انتظامات برابر کړي او دوی به په بیل بیل مکتبونو کښې زده کړې پیل کړي.

Leave a reply