د افغانستان او ازبکستان په ګډه پوله د ګډ سوداګریز مارکېټ د لومړي فاز د جوړولو چارې بشپړې او د هټیو د وېش چارې پیل شوې.

د افغانستان او ازبکستان په ګډه پوله د ګډ سوداګریز مارکېټ د لومړي فاز د جوړولو چارې بشپړې او د هټیو د وېش چارې پیل شوې.
د ۲۰۲۳ کال د جنوري ۱۷مه
ازبکي چارواکي وايي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي کرښه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ګډ مارکېټ د لومړي فاز د جوړولو چارې بشپړې شوې او د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د هټیو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
د دغه عام مارکېټ مسوولین وايي، چې د دغه مارکېټ پاتې چارې به په راروان یوه کال کې بشپړې شي.
د افغان-ازبکستان د ګډ بازار مرستیال قوت جور یوف وايي: دا پلان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او افغانانو او د ازبکستان خلکو ته د کار پیدا کولو په موخه جوړ شوی دی.
په دې مارکېټ کې د ازبک سوداګرو تر څنګ افغان سوداګر او متشبثین هم کولای شي خپل کارونه او فعالیتونه پیل کړي، هغه وایي موږ ژمن یو چې د دې مارکیټ پاتې برخې به ژر بشپړې کړو.
په دې مارکېټ کې د څلورو زرو دوکانونو، روغتيايي مرکزونو او رسټورانټونو جوړول شامل دي چې د دغو دوو هېوادونو اتباع کولى شي د لسو ورځو لپاره له ويزې پرته سودا وکړي.
بلخول د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين او سوداګر وايي، چې د دغه مارکېټ په جوړېدو سره به د هېواد د کورنيو توليداتو د نندارې او د سوداګرو د اقتصادي فعاليتونو د پراختيا زمينه برابره شي.
اړوند موضوعات
کار ساخت فاز اول بازار مشترک افغانستان-اوزبکستان در خط مرزی تکمیل و توزیع دوکانها آغاز شد.
د يادونې وړ ده، چې دغه مارکېټ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړيکو د پراختيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله د افغان سوداګرو لپاره د سوداګرۍ د زمينې د برابرولو په موخه جوړ شوى دى.






