وزيراعظم شهباز شريف د سينئر قانونپوه لطيف آفريدي په وژنه د افسوس څرګندونه کړې او په خيبرپښتونخوا کښي د امن او امان په خرابيدو ئې خواشيني څرګنده کړې ده

باغی ټي وی رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د سينئر قانونپوه لطيف آفريدي په وژنه د افسوس څرګندونه کړې او په خيبرپښتونخوا کښي د امن او امان په خرابيدو ئې خواشيني څرګنده کړې ده۔
په يو بيان کې وزيراعظم وويل په خېبرپښتونخوا کې دامن اؤ نظم خرابيدل ډير دخطرناکه دي، صوبائي حکومت دې دترهه گرۍ عاملينو ته دقانون مطابق سزا ورکړي.
پخواني ولسمشر اصف زرداري هم په دې پېښه خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي چې د جمهوريت بحالۍ لپاره د لطيف اپريدي مبارزه نه هېرېدونکې ده.
د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثناء الله وايي، په راولپنډۍ او پېښور کې په یوه ورځ کې دوه وکیلان په نښه شوي، په خېبر پښتونخوا کې د امن او امان وضعیت د اندېښنې وړ دی، که صوبايي حکومت د سیاسي لاس وهنو پر ځای امن او امان ته پام کړی وای، نو دا حالت به نه وای. شوي دي





