افغانستان بانک لومړي مرستیال د بانکونو ټولنې له استازو سره په لیدنه کې ویلي چې خلکو ته غوره بانکي خدمتونه وړاندې کړئ.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د بانکونو ټولنې له استازو سره په لیدنه کې ویلي چې خلکو ته غوره بانکي خدمتونه وړاندې کړئ.
16 جنوري 2023
د افغانستان بانک لومړي مرستیال، د افغانستان د بانکونو ټولنې او د سوداګریزو بانکونو له استازو سره په غونډه کې، خلکو ته د غوره بانکي خدمتونو پر وړانډې کولو ټینګار وکړ.
د یاد بانک په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، په دې غونډه کې د ویسټرن یونین، مني ګرام، بیه لرونکو پاڼو، مقروضینو او یو شمېر نورو مالي او بانکي موضوعګانو په اړه خبرې وشوې.
په غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال نوراحمد آغا ویلي چې د افغانستان بانک ژمن دی، د سوداګریزو بانکونو لپاره د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
هغه دغه راز، هېوادوالو ته د غوره بانکي خدمتونو پر وړاندې کولو ټينګار کړی او د سوداګریزو بانکونو له استازو یې غوښتي، چې د افغانستان بانک د متحدالمالونو مطابق چارې ترسره کړي.
اړوند موضوعات
په همدې حال کې، د بانکونو ټولنې او د سوداګریزو بانکونو استازو هم ژمنه کړې چې هېوادوالو ته غوره بانکي آسانتیاوې برابروي او په دې برخه کې به خپلې هڅې جارې وساتي.






