نامتو او تکړه وکیل لطیف افریدی په یوه قاتلانه حمله کې وژل شوی دی

0
201

باغی ټي وي رپورټ
پيښور: نامتو وکیل لطیف افریدی په یوه قاتلانه حمله کې وژل شوی دی.

د جيو نيوز ترمخه په لطيف آفريدي باندې د ډزو پيښه د پيښور هائي کورټ بار کښې رامخي ته شوي ده چرته چې د بار په احاطه کښې پرې ډزې شوي چې پکښې سينئر وکيل لطيف آفريدي سخت ژوبل شوې دې او د سخت حالت له وجې هسپتال ته منتقل کړې شوې دې۔ حالت، چیرته چې هغه نشي کولی ژوندي پاتې شي.
د ليډي ريډنګ هسپتال انتظامئي د ۷۹ کلن لطيف آفريدي د مړيني تصديق کړے دے۔

دپوليسو ترمخه عبداللطيف افريدي شپږ مرمۍ لګيدلي اؤ ډزې کوونکى تن يې دعدنان په نوم نيولى دى اؤ ملزم دپوښتنو په توگه راغلى دى.

د پيښور هائي کورټ بار احاطې کښې د ډزو نه پس د هائي کورټ دروازې تړلې شوې او امنيتي انتظامات سخت کړے شوي دي۔پوليس وايي، چې په لومړيو کې دا پېښه شخصي دښمني ښکاري، خو په اړه يې پلټنې روانې دي، دا هم معلومول پیل شوي دي چې تورن کس دغه تومانچه څنګه دننه راوړه او که چا ورته د وسلې په برابرولو کې مرسته کړې وه.

څرګنده دی وی چی مشهور فقیه لطیف آفریدی د سپریم کورټ او پیښور هائی کورټ بار ایسوسی ایشن صدر هم پاتې شوې ، هغه د نیشنل ډیموکریټک موومنټ مشر هم وو و او د قامی اسمبلۍ غړی هم پاتې وو.

Leave a reply