مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې په راتلونکي وخت کښې به په خیبر پښتونخوا کښې د جمعیت علمای اسلام ف حکومت وي

0
105

باغی ټي وي رپورټ
د جمعیت علمای اسلام (جے یو آئی) امیر مولانا فضل الرحمان وايي، په راتلونکو ورځو کې د خېبر پښتونخوا حکومت د جے یو آئی حکومت ته سترګې په لار دی.

پيښور کښې يوې جلسې ته خطاب کښې مولانا فضل الرحمان اوويل چې د خېبرپښتونخوا خلق د جے يو آئي سره ځانګړے تعلق لري د حکومت په انتظار کښې دي۔

مولانا فضل الرحمان وويل عمران خان د خپلو بادارانو ايجنډا نه شي پوره کولى، عمران خان د خارجي قوتونو اجنډا بشپړه کول غواړي، يواځې تاسو ريښتيني ياست، پاتې نور غله دي، ولې د پاکستان دوستان په تاسو باور نه کوي؟ کله چې ستاسو حکومت ختم شو، دوی د ځان مظلوم ثابتولو لپاره کاغذونه وغورځول.
هغه وویل دا د غربي تمدن نمایندګان دي، زمونږ له ټولنې سره تړاو نه لري، هغه څوک چې له یو کروړ جعلي تذکرو سره ګوند چلوي، مونږ ته تبلیغات کوي، که دا څوک واک ته ورسي، نو هېواد به له منځه ولاړ شي.
هغه وويل، هېواد مو د ډیفالټ لوري ته نېږدې کړې دې، زمونږ ملګرو راته وويل چې که بيا راشي، نو مونږ دې ته تيار نه يو چې خپلې پيسې ضايع کړو، تاسو مونږ ته غله او لوټماران ويل، هغه اوویل چې نړۍ له مونږ سره مرسته وکړه چې ثابته شوه چې تاسو غلا او لوټماران ی. .

Leave a reply