پولیسو د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د سندهـ اسمبلۍ غړی (ایم پی اے) رابستان خان د کراچۍ په ګلشن معمار بلاک ډي کې د دوو سیاسي ګوندونو تر منځ له جګړې وروسته نیولی دی

0
196

باغی ټي وي رپورټ
پولیسو د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د سندهـ اسمبلۍ غړی (ایم پی اے) رابستان خان د کراچۍ په ګلشن معمار بلاک ډي کې د دوو سیاسي ګوندونو تر منځ له جګړې وروسته نیولی دی

د جيو نيوز د خبريال د خبر له مخې د دواړو ګوندونو د مشرانو تر مينځ شخړه وشوه چې وروسته د دواړو ګوندونو کارکنان په ګڼ شمير کې د پولنګ سټيشن نه بهر راووتل.

بلخوا دپيپلز پارټۍ يو سي 12 نومول شوي يوسي چيئرمين هلال سعيد باندې دتشدد تور لګول شوى چې هغه روغتون ته رسول شوى دى.

ګلشن معمار پوليس د پي ټي آئي ايم پي اے رابستان خان نيولي دي۔

دپيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې پوليس رسيدلي اؤ وضعيت يې کنټرول کړى دى.

بل خوا د ملیر په الفلاح سیمه کې د ناصره په سکول کې د دوو سیاسي ګوندونو تر منځ نښته شوې ده.

دپوليسو وينا ده چې پيښه کې ژوبل يو مزدور روغتون ته رسول شوى دى، پوليس موقعې ته رسيدلي اؤ وضعيت يې کنټرول کړى دى.

Leave a reply