په کوټه کې د ګاز د لیک کیدلو له امله د چاودنې شوې، د یوې کورنې پنځو ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي

0
210

باغی ټی وی رپورټ
په کوټه کې د ګاز د لیک کیدلو له امله د چاودنې شوې، د یوې کورنې پنځو ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي.
د ریسکیو ذرائعو ترمخه د ګیس لیکیدو پیښه سیټلائټ ټاون کښي رامخی ته شوی چرته چی د مسلم اتحاد کالونی اوسیدونکی څلویښت کلن شرف الدین کور کښي د ګیس لیکیدو له وجی چاودنه شوی ده چی ورسته اور لګیدلی دی.

د ریسکیو سرچینو په وینا د اطلاع په ترلاسه کولو سره د اور وژنې ډلې او د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسیدې او اور یې تر کنټرول لاندې راوست.

په چاودنه کې شرف الدین او د هغه ۵ ماشومان وژل شوي چې عمرونه یې د ۵ او ۱۲ کلونو ترمنځ دي.

Leave a reply