چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجا د کراچۍ او حيدراباد له خلقو غوښتنه کړې چې په بلدياتي انتخاباتو کې دې پوره برخه واخلي

باغي ټی وی رپورټ
اسلام اباد: چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجا د کراچۍ او حيدراباد له خلکو غوښتنه کړې چې په بلدياتي انتخاباتو کې دې پوره برخه واخلي.
په يو بيان کې چيف اليکشن کميشنر وويل دکراچۍ اؤ حيدر اباد خلک دې په ټولټاکنو کې برخه اخستو سره په جمهوريت پوره باور څرګند کړي.
نوموړي وویل، چې د ټاکنو په بهیر کې له لاسوهنې او فساد سره به جدي چلند وشي.





