اليکشن کميشن د سندهـ حکومت دا فيصله رد کړې ده او وئيلي ئې دي چې په صوبه کښې د بلدياتي انتخاباتو دويم پړاؤ به د جنورۍ په پنځلسمه نيټه ترسره کيږي
باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد: اليکشن کميشن د سندهـ حکومت دا فيصله رد کړې ده او وئيلي ئې دي چې په صوبه کښې د بلدياتي انتخاباتو دويم پړاؤ به د جنورۍ په پنځلسمه نيټه ترسره کيږي۔
د چیف الیکشن کمشنر په مشرۍ کښې الیکشن کمیشن کښې شوې غونډه کښې په کراچۍ او حیدر آباد کښې د بلدیاتی انتخاباتو په مسلې غور وشو
د سندهـ حکومت د جنورۍ په ۱۵مه په کراچۍ او حیدراباد کې بلدیاتی انتخابات ځنډولو پریکړه د الیکشن کمیشن په غونډه کې رد کړه. اليکشن کميشن فيصله کړې ده چې سنده کښې د بلدياتي انتخاباتو دويم پړاؤ به د جنورۍ په 15مه نيټه سرته رسي۔
په دې لړ کې الیکشن کمیشن داخله وزارت ته هدایات کړي چې په حساسو پولنګ سټیشنونو د پوځ او رینجر تعینات یقیني کړي.
ياده دې وي چې د سندهـ حکومت د جنورۍ په ۱۵مه په کراچۍ، حيدراباد او دادو کې د بلدياتي انتخاباتو نه کولو اعلان کړی دی، په داسې حال کې چې جماعت اسلامي د سندهـ حکومت د پرېکړې پرضد نن د احتجاج اعلان کړی دی.
.