آلمان په بهر کې افغان میرمنو او نجونو ته د زده کړو زمینه برابروي

0
97

آلمان په بهر کې افغان میرمنو او نجونو ته د زده کړو زمینه برابروي

د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت او د المان د اکاډمیک تبادلې انسټیټیوټ په اعلامیه کې راغلي چې د دغو بورسونو لیسانس کورسونه په بنګله دیش، ماسټري په قرغزستان کې او د لیسانس او ​​ماسټرۍ کورسونه په پاکستان کې دي.

دا اعلان د ا.ا. د حکومت لخوا په افغانستان کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د تړلو وروسته افغان ښځو او نجونو لپاره شوی دی.

 

(2023 / 1 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د آلمان د اکاډمیک تبادلې خدمت (DAAD) او د دغه هیواد د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت ویلي دي چې تر ۲۰۲۷ کال پورې به د افغانستان او سیمې په ګاونډیو هیوادونو کې څه باندې ۵۰۰۰ افغان میرمنو او نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

دغه پروګرام چې اوه میلیونه یورو لګښت پرې راځي، په پاکستان، قرغزستان او بنګله دېش کې به افغان ښځو او نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت او د المان د اکاډمیک تبادلې انسټیټیوټ په اعلامیه کې راغلي چې د دغو بورسونو لیسانس کورسونه په بنګله دیش، ماسټري په قرغزستان کې او د لیسانس او ​​ماسټرۍ کورسونه په پاکستان کې دي.

اړوند موضوعات:

د امریکا یړ پوهنتون د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته افغان نجونو ته ۱۰۰۰ وړیا سکالرشیپونه ورکړي دي

دا اعلان د ا.ا. د حکومت لخوا په افغانستان کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د تړلو وروسته افغان ښځو او نجونو لپاره شوی دی.

Leave a reply