د جماعت اسلامي کراچۍ امیر حافظ نعیم الرحمان د سندهه حکومت لخوا د شپې ناوخته بلدیاتی انتخابات ځنډولو اعلان باندې سخت غبرګون ښودلی دی

0
258

باغی ټي وي رپورټ
د کراچۍ امیر جماعت اسلامي حافظ نعیم د سنده حکومت لخوا د شپې ناوخته بلدیاتی انتخابات ځنډولو اعلان باندې سخت غبرګون ښودلی دی.

د متحده قومي موومنټ (ایم کیو ایم) لخوا د حدبندۍ په اړه د تحفظاتو وروسته ، د سنده حکومت په 15مه نیټه په کراچۍ ، حیدراباد او دادو کې د بلدیاتی انتخاباتو ځنډولو اعلان وکړ.

د بلاول بهټو په مشرۍ کې د بلدياتي انتخاباتو په اړه د سندهـ وزيراعلي او يو شمېر نورو وزيرانو تر مشورتي غونډې وروسته ميډيا سره په خبرو کې د سندهـ اطلاعاتو وزير شرجيل ميمن وويل د سندهـ حکومت د کراچۍ د حلقو د حدبندۍ په اړه نوټيفيکيشن بيرته اخستى دى.
هغه وويل په کراچۍ، حيدراباد او دادو کې د جنورۍ د ١٥مې نېټې بلدياتي انتخابات ځنډول کيږي خو د سندهـ په نورو ټولو ضلعو کې به د معمول په شان انتخابات کيږي.

د سندهـ حکومت لخوا د بلدياتي انتخاباتو د ځنډولو اعلان وروستو د کراچۍ د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمان په خپل يو بيان کې ويلي چې پيپلز پارټۍ او ايم کيو ايم د شپې په تياره کې کراچۍ او حيدر اباد ښاريان وژلي دي.

هغه وویل چې کارکنان دې تیار وي، سهار به د عمل پلان اعلانوي، احتجاج به کوي، عدالت او الیکشن کمیشن ته به هم ځي.

Leave a reply