کابل کې د تېرې ورځې برید نړۍوال غبرګونونه راپارولي دي 

0
78

کابل کې د تېرې ورځې برید نړۍوال غبرګونونه راپارولي دي 

امریکا او روسیې دواړو دا یو “ترهګریز” برید بللی دی. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دا تاوتریخوالی بې هدفه دی” د روسیې د بهرنیو چارو وزارت رسمي استازې ماریا زاخارو هم په دغه پېښه خواشیني څرګنده کړې ده. پاکستان، ایران او د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم دغه برید غندلی دی.

(2023 / 1 / 12    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د پروني برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی. دغه ځانمرګي برید ته، چې پکې د وژل شویو او ټپیانو په اړه د کره شمېر په اړه ضد او نقیض مالومات ورکول کېږي، بېلا بېل غبرګونونه ښودل شوي.

اروپايي ټولنې دغه برید “په کلکه غندلی دی. جوسيپ بورېل پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، “اروپايي ټولنه دا برید په تر ټولو سختو ټکو غندي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ “یوناما” د دې پېښې د غندلو ترڅنګ ویلي” د نا امنۍ زیاتوالی د اندېښنې وړ دی او تاتریخوالی د حل لار نه ده.”

د اسلامي همکاریو سازمان هم د بهرنیو چارو وزارت مخ ته شوی برید غندلی او د برید له قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

اړوند موضوعات:

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پۀ کابل کې د تېرې ورځې برید غندلی دی   

Leave a reply