د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې حکومت د پرائيويټ بينکونو د بهرنۍ اسعارو ذخائر استعمالولو هيڅ پلان نه لري

0
186

باغي ټي وي رپورټ
اسلام آباد: د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې حکومت د پرائيويټ بينکونو د بهرنۍ اسعارو ذخائر استعمالولو هيڅ پلان نه لري۔

په يو بيان کې اسحاق ډار وويل چې په تجارتي بانکونو کې د بهرنۍ اسعارو ذخيرې د خلکو ملکيت دي او حکومت د شخصي بينکونو د بهرنۍ اسعارو ذخيرې د استعمالولو کوم پلان نه لري، د بهرنۍ اسعارو ذخيرې قومي ذخيرې دي.

د مالیې وزیر وویل، هغه کسان چې اقتصاد یې ویجاړ کړی، دا خبرې ناسمې تعبیروي، ځینې عناصر په قصدي ډول داسې تبلیغات کوي چې حکومت غواړي له دغو ذخیرو ګټه واخلي، هېوادوال باید دا ډول تبلیغات له پامه ونه غورځوي.

اسحاق ډار زیاته کړه چې پاکستان د پرمختګ په لور روان دی او په نږدې راتلونکي کې به د پاکستان د بهرنیو اسعارو ذخیرې پرمختګ وکړي.

Leave a reply