د سينئر صحافي محمد علي طوري په کور د لاسي بم برید په اړه پوليس مقدمه درج کړې او د پلټنو کميټي ئي جوړه کړې ده۔
باغی ټی وی رپورټ
پاړه چنار کښې د سينئر صحافي محمد علي طوري په کور د لاسي بم حمله شوې ده چې پکښې پوليس مقدمه درج کړې او د پلټنو کميټي ئي جوړه کړې ده۔
د ډي پي او ضلع کرم عبدالصمد خان وينا ده چې تيره شپه د پاړه چنار په نوښار احمدزئي ډلي کښې د سينئر صحافي محمد علي طوري په کور د لاسي بم حمله شوې چې پکښې دوه منزله کور سخت زيانمن شوے دے۔ په دغه بريد کې کوم ځاني زيان نه دى اوښتى.نوموړي کور ته د اور اچولو په موخه د وچو لرګيو يوې ډډې ته اور ورته کړى دى.
د پېښې په اړه ډي پي او عبدالصمد خان د متاثره کور د معاينې په موقع ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې يو قضیه ثبت شوې او په عصري لارو د تحقیقاتو لپاره ګډه کمېټه جوړه شوې ده .
د کرم پریس کلب پاراچنار سینئیر نائب صدر او د سو نو ایف ایم رادیو پروډیوسر محمد علي طوري ویلي دي چې زما د کوټې نه بهر لاسي بم وچاودید او مور او لور په کوټه کې ویده وو.
د ضلعي ډپټي کمشنر کرم واصل خان خټک د پيښي سخته غندنه کړي او وئيلي ئي دي چي پوليس به د پيښي په اړه په لوړه سطحه تحقيقات کوي۔
پاراچنار کې يوې ګډې خبري غونډې ته د کرم پريس کلب پاراچنار صدر علي افضل افضل او د کرم يونين آف جرنلسټس صدر عظمت عليزي دغه پيښه په سختو ټکو کې غندلې او غوښتنه يې کړې چې په پيښه کې ککړو عناصرو نيولو او د خبريالانو د تحفظ لپاره دې جدي اقدامات وشي. د ضم شوي قبائيلي ضلعو په شمول په خېبرپښتونخوا او ټول ملک کې د خبريالانو تنظيمونو لخوا د پېښې پرضد احتجاجونه روان دي .