د قصور په مصطفى اباد سيمه کې د کارخانې د مزدورانو بس بې قابو شو او په ټوال پلازه کې ولاړو دوه موټرسايکلونو سره ټکر شو، درې تنه اووژل شول

0
157

باغی ټي وي رپورټ
د قصور په مصطفى اباد سيمه کې د کارخانې د مزدورانو بس بې قابو شو او په ټوال پلازه کې ولاړو دوه موټرسايکلونو سره ټکر شو چې له امله يې درې تنه مړه او درې نور ټپيان شول.

د ریسکیو چارواکو وینا ده چی د مسافرو بس بریک فیلیدو له وجی مړه شوی کسانو کښي ۱۷ کلن وقاص، ۲۰ کلن رفاقت او ۳۸ کلن ذوالقرنین شامل دی.

د فابریکې د کارګرانو د بې کنټروله بس د ټکر له امله په ټپیانو کې امان الله، ارباز او سیف علي شامل دي.

پيښه کښي ژوبل کسان د طبي امداد لپاره هسپتال ته منتقل کړے شوي او د مړو جسدونه ئي د پوسټ مارټم لپاره هسپتال ته رسولي شوي دي۔

Leave a reply