د سندهـ ګورنر کامران ټیسوري، متحده قومي موومنټ (ایم کیو ایم) پاکستان، پاک سرزمین ګوند (پی ایس پی) او فاروق ستار تر منځ د ملاقات دننه کیسه مخې ته راغلې ده

0
183

باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ ګورنر کامران ټیسوري، متحده قومي موومنټ (ایم کیو ایم) پاکستان، پاک سرزمین ګوند (پی ایس پی) او فاروق ستار تر منځ د ملاقات دننه کیسه مخې ته راغلې ده.

د سندهـ ګورنر کامران تيسوري سره د متحده قومي موومنټ کنوينر خالد مقبول صديقي، د پي ايس پي چيئرمېن مصطفی کمال، د بحالۍ ادارې مشر ډاکټر فاروق ستار وليدل.

په غونډه کې د درې واړو ګوندونو مشرانو د انتخاباتو د کمېشن په پرېکړې تحفظات څرګند کړل.

د سندهـ والي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې په دې لړ کې به له وفاق سره خبرې کوي.له بلې خوا د درې واړو مشرانو د ملاقات دننه کيسه هم مخې ته راغله. دسرچينو ترمخه په دغه ليدنه کې ټولو مشرانو يو بل سره په ګرمۍ سره وليدل، د پي ايس پي مشران د ايم کيو ايم او فاروق ستار د راتګ څخه ناخبره وو.

سرچينې وائي په دغه ليدنه کې دبلدياتي حلقو په اړه دقانون سازۍ اؤ دجنورۍ په 11مه نيټه دالیکشن کميشن مخې ته په سخت احتجاج کولو اتفاق شوى.

Leave a reply