لنډي کوتل کښي اولس سره ددمرستو په توګه د ورځي په بنياد د حکومتي اوړو بوريو شميره 1493 ته رسولي شوي ده

0
226

باغي ټی وی رپورټ
لنډي کوتل کښي اولس سره دمرستو په توګه د ورځي په بنياد د حکومتي اوړو بوريو شميره 1493 ته رسولي شوي ده .

د لنډي کوتل اسسټنټ کمشنر ارشاد علي مهمند ميډيا سره خبرو کښې وئيلي دي چي لنډي کوتل کښې هره ورځ 1493 بوجي سرکاری د وړو کڅوړې خلقو ته ورکولې شي۔
د یوې لس کیلو بورۍ بیه ۶۵۰ کلدارې او د ۲۰ کیلو اوړو بوجۍ بیه ۱۳۰۰ کلدارې ټاکل شوې ده. چې هره ورځ به د سیمې په بې وزلو خلکو وویشل شي. د لنډي کوتل اسسټنټ کمشنر ارشاد علي مهمند وئيلي دي چي په ټول ملک کښي د اوړو بحران دې.
نوموړی اوویل چې لنډي کوتل بازار کښي به د اوړو ذخيره کولو او په زیات قیمت خرڅولو دوکاندارانو په ضد به سخته کاروائي کولي شي او د علاقي خلقو ته به د امداد ورکولو لپاره نور ګامونه هم اخستي شي۔
ځایی مشرانو ته باور ورکړو چې د لنډی کوتل اولس لپاره د اوړو کوټه زیاتولو په اړوند چارواکو سره خبرې روانې دي .
ځایی اولس د حکومت او انتظامیه ستاینه وکړه چې دوی لپاره ی د اوړو کوټه زیاته کړه.

Leave a reply