اروپايي ټولنې د هغو دوو هلکانو اعدام چې په ایران کې یې د حجاب ضد مظاهرو کې برخه اخیستې وه، د تروریستي عمل په توګه غندلې دې

0
187

باغی ټي وي رپورټ
اروپايي ټولنې د هغو دوو هلکانو اعدام چې په ایران کې یې د حجاب ضد مظاهرو کې برخه اخیستې وه، د تروریستي عمل په توګه وغندل.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، په ایران کې د دوو مظاهره کوونکو هلکانو پر اعدام د خواشینۍ د څرګندولو په ترڅ کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جوزف بوریل ویلي، د ایران په وروستیو مظاهرو کې د ګډون کوونکو دوو هلکانو اعدام وحشتناک دی.
هغه وویل چې اعدام د مظاهره چیانو په وړاندې د ایراني چارواکو د تاوتریخجنو اقداماتو یوه بله نښه ده، ایران باید سمدستي د مظاهره چیانو په وړاندې د اعدام د سزا د عملي کولو د غندنې وړ عمل ودروي.

دوه هلکان چې په ایران کې یې په وروستیو مظاهرو کې برخه اخیستې وه پرون په اعدام محکوم شول، دواړه هلکان د ایران د نیمه پوځي ځواک د یوه افسر په وژلو کې په لاس لرلو تورن شول.

تر دې مخکې د ایران حکومت دوه ځوانان هم اعدام کړي وو چې په مظاهرو کې یې برخه اخیستې وه چې یو یې د محسن او بل یې د مجید رضا په نوم پیژندل شوی و.د يادونې وړ ده، چې په ايران کې د حجاب په تور نيول شوې نجلۍ مهسا اميني د وژنې پر ضد د ٢٠١٢ کال له سپټمبر مياشتې راهيسې لاريونونه روان دي، چې له امله يې ٤٥٨ کسان وژل شوي دي.

Leave a reply