د پنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الهي د اوړو په نرخونو کې په پرله پسې توګه زياتوالي له امله د پنجاب د خوراکي موادو د ادارې سيکرټري او ډائريکټر باندې د غصې څرګندونه کړې ده

0
240

باغی ټي وي رپورټ
لاهور: د پنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الهي د اوړو په نرخونو کې په پرله پسې توګه زياتوالي له امله د پنجاب د خوراکي موادو د ادارې سيکرټري او ډائريکټر باندې د غصې څرګندونه کړې ده.

د زرائعو ترمخه د پنجاب وزيراعلي د اوړو په نرخونو کښې د پرله پسې زياتوالي له وجې سيکرټري فوډ او ډائريکټر فوډ ته د اوړو سپلائي بحالولو هدايات هم ورکړي دي۔د پنجاب اعلا وزیر د اړوندو ادارو له افسرانو پوښتنه وکړه چې د اوړو د بیو لوړېدو خلک اندېښمن کړي دي، تاسو په دفترونو کې ناست څه کارکردګي ښيي؟

وزيراعلي اړوندو افسرانو ته وويل چې مونږ خلکو سره د ښې حکومتدارۍ وعدې کړې، د غنمو کوټه او د امدادي نرخ زياتولو وعدې کړې دي خو ولې داسې کيږي؟ په ټول ولایت کې دې د اوړو بیې ژر تر ژره کنټرول شي او د ګټه اخیستونکو پر وړاندې دې جدي اقدام وشي.

Leave a reply