د امریکا د سنا پخوانۍ غړې: افغانستان کې د امریکایي پوځي مشرانو ماموریت ناکام و

د امریکا د سنا پخوانۍ غړې: افغانستان کې د امریکایي پوځي مشرانو ماموریت ناکام و
د امریکا د سنا پخوانۍ دیموکراتې غړې تولسي ګوبارد په یوه مرکه کې ویلي چې امریکا په تېر شل کلن ماموریت کې په افغانستان کې سترې تېروتنې وکړې، چې په پایله کې یې واشنګټن د نړۍ په کچه ذلیل شو.
(2021 / 10 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
امریکا په افغانستان کې په خپل شل کلن ماموریت کې ګڼې سترې تېروتنې وکړې.
د امریکا د سنا پخوانۍ دیموکراتې غړې تولسي ګوبارد په یوه مرکه کې ویلي چې امریکا په تېر شل کلن ماموریت کې په افغانستان کې سترې تېروتنې وکړې، چې په پایله کې یې واشنګټن د نړۍ په کچه ذلیل شو.
د نوموړې په خبره د امریکا موخه له ترهګرۍ سره مبارزه وه، خو په افغانستان کې یې د خلکو په دود، ملیتي سیستم، حکومت جوړونه او نورو مواردو کې مداخله وکړه چې د جګړې د دوام سبب شوه.
ګوبارد وایي امریکا په وروستیو کلونو کې نه پوهېده چې په افغانستان کې یې د حضور اصلي هدف څه دی. د نوموړې په خبره ان د امریکا ولسمشران هم له خپل ماموریت ناخبره وو، خو یوازې د جګړې د دوام لپاره یې سرتېري لېږل.
هغې د امریکايي پوځ پر مشرانو هم نیوکه کړې، چې یو ناکام ماموریت یې درلود او د امریکا د سپکېدو سبب شول.





