په خوست کښې د اسلامی امارت عملیات

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د خوست ولایت نه داسې رپورټونه په ټولنیز رسنیو خپاره شوي چې په ددی ولایت په علیشیرو او تیریزیو ولسوالۍ کښې د افغانستان اسلامی امارت ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کښ په ګنر شمیر کشې اسلحه نیولې ده.
د باختر رسنۍ رپورټ مطابق د افغانستان اسلامی امارت نمایندګان وایی چې په دې اسلحه کښې ۲۱ میل امریکایی تفنګزې، ۳ میل ایم ۳۹،۱۶ کلاشنکوف او په زیاته ادازه مهمات ی ترلاسه کړي دي.
د رپورټ مطابق طالبانو مشرانو وایی چې له دې مهماتو سره مو یو تن نیولې دې او د نیول شوي تن نه پلټنې پیل شوي دي.یاده دي چې کله نه هم په افغانستان کښې د امارت اسلامی افغانستان حکومت راغلې نو په بیله بیلو عملیاتو کښې ی اسلحه لاس ته راغلې او په ډیرو سیمه کښې ی غلا هم نیولي.
طالبان وایی چې ددې غلو خلاف مقدمې درج شوي او عدالت به ددوی پریکړه کوي، یاده دې وی چې پرون د ننګرهار په جلال آباد ښار کښې د ۵ تنو مړي موندل شوي وو او چې دوه د داعش ډلې کسان او درې د پخواني حکومت د انټیلنجنس ادارو کسان وو.
د خوست علیشېرو او تیریزیو ولسوالۍ په هارونخېلو سیمه کې د افغانستان اسلامي امارت ګډو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ۲۱ میل امریکايي تفنګچې، ۳ میل ام۱۶، ۳۹ میل کلاشنکوفونه او په زیاته اندازه مهمات ترلاسه کړل.
مسوولین وايي چې په عملیاتو کې یو تن هم له مهماتو سره یوځای نیول شوی دی. pic.twitter.com/s7xCs7ImOc— BNA Pashto (@bnapashto) October 3, 2021





