د کراچۍ ښار په اسلاميه کالونۍ منګوپير کټي پهاړي په سیمه کښې د اور لګېدو له امله درې ماشومان مړه شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د کراچۍ ښار په اسلاميه کالونۍ منګوپير کټي پهاړي په سیمه کښې د اور لګېدو له امله درې ماشومان مړه شوي دي.
ریسکیو ذرائع وائي چی د منګو پیر په اسلامیه کالونی سیمه کښي په یو هټی کښي د اور لګیدو له وجی دری ماشومان ژوبل شوی دی.
د ژغورني سرچينو له مخې د سوځېدو له امله ټپي شوي درې ماشومان روغتون ته د لېږد پر مهال مړه شوي دي.
د اور لګېدنې په پېښه کې ۶ کلنه اقصی، ۵ کلنه عظمي او ۷ کلن محمد په وژل شویو کې شامل دي.






