د لاهور ښار د ډيفنس په پوش سيمه کښې نامعلومه کسان یو کور ته ننوتل او د ميو هسپتال يو سينئر ډاکټر يې وژلی دی.

باغي ټي وي رپورټ
د لاهور ښار د ډيفنس په پوش سيمه کښې نامعلومه کسان یو کور ته ننوتل او د ميو هسپتال يو سينئر ډاکټر يې وژلی دی.
د پولیسو په وینا د وژل شوي ډاکټر مسعود جیلاني یوه نږدې خپلوان د پېښې په اړه راپور ورکړی، چې د وژل شوي ډاکټر جسد د خوب په کوټه کې پر بستر پروت وو. د پوليس وينا ده چي د مقتول په سينه د چاقو ژور زخمونه وو، پوليس او فارنزک ټيم شواهد راټول کړي او لاش ئي د پوسټ مارټم لپاره مردان ته منتقل کړے دے۔
مړی د میو هسپتال د ډاکټر رضا تنویر په وینا په میو هسپتال کښي د معالج په توګه کار کولو، د ایس پی کینټ ډاکټر رضا تنویر په وینا د ټولو اړخونو تحقیقات روان دی ولی د پوسټ مارټم نه پس به حقائق په ډاګه شی.






