د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بار وړونکو موټرو د اتحادیې له یو شمېر غړو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه کتلي.

0
169

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بار وړونکو موټرو د اتحادیې له یو شمېر غړو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه کتلي.

 

4 جنوري 2023

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د افغانستان د بار وړونکو موټرو د اتحادیې له یو شمېر غړو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.

 

په دې لیدنه کې د دې اتحادیې رئیس سمیع الله پهلوان د نورو په استازولۍ د بار وړونکو موټرو د شمېر او کار، په افغانستان کې د بار د کیفیت او کمیت او د سوداګرۍ د وضعیت په اړه خبرې وکړې او د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته یې په دې اړه معلومات ورکړل.

 

ده وویل، د اسلامي امارت په راتګ سره د بار وړونکو موټرو په تګ راتګ کې اسانتیاوې رامنځته شوي، ناقانونه اخاذي بندې شوي، امنیت ښه شوی او کارونه چټک شوي دي.

 

نوموړي، په بېلابېلو برخو کې د بار وړونکو موټرو د خاوندانو او ډرېورانو یو شمېر ستونزې هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بار وړونکو موټرو د اتحادیې غړو سره پر ليدنې خوښي څرګنده او دوی ته یې د هر اړخیزې مرستې ډاډ ورکړ.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د کابل د ریشخورو سیمې د شوری له رهبري پلاوي سره کتلي.

 

مولوي عبدالکبیر دوی ته په خطاب کې وویل، اسلامي امارت د ټولو اصنافو د ستونزو حل ته ژمن دی، ستاسو د ستونزو د حل په موخه به ستاسې وړانديزونه او نظريات له اړوندو مراجعو سره شریک شي.

Leave a reply