د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د کابل د ریشخورو سیمې د شوری له رهبري پلاوي سره کتلي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د کابل د ریشخورو سیمې د شوری له رهبري پلاوي سره کتلي.
4 جنوري 2023
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن د کابل ښار د ریشخورو سیمې د شوری له رهبري پلاوي سره په داسې حال کې ولیدل چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال عبدالسلام مخدوم هم حضور درلود.
د ریشخورو شورا مشر مولوي عبدالعزیز د نورو په استازيتوب خبرې وکړې، د خدای شکر دی چې د اسلامي امارت په راتګ سره خپل چارواکي لیدلی او خپل غږ ور رسولی شو، اوس په ریشخورو کې نفوس ډېر شوی اما د نفوس په پرتله په دغه سيمه کې روغتيايي او ټولنیز خدمات کم دي.
مولوي عبدالعزیز دېته په اشارې چې تېر حکومت په دې سیمه کې د سړکونو په څېر ډېرې پروژې نیمګړې پریښي، د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال څخه د ذکر شويو نیمګړو پروژو د بشپړولو او روغتیايي کلینیکونو د جوړولو ترڅنګ دېته ورته د نورو ستونزو د حل غوښته هم وکړه.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن په لندن کې میشت افغان ډاکټر او افغان نړیوال خوځښت مشر سره وکتل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ريشخورو رهبري پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ دوی ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به يې له اړوندو ارګانونو سره شریکې او د حل لپاره به یې اړين ګامونه واخيستل شي.






