رسنۍ دې ځوانان بهر وتلو ته نه هڅوي : ذبیح الله مجاهد

0
62

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرسیتال ذبیح الله مجاهد له طرف نه امضا شوې یو مکتوب رسنیو ته استول شوي چې پکښې لیکل شوي چې د طالبانو ډله دې باید د افغانستان اسلامی امارت په نامه یاده شي.
د کابل نه خپور شوي په یو رپورټ کښې وایی چې دا مکتوب څو ورځې وړاندې ذبیح الله مجاهد لاسلیک کړې او امریکا غږ ته هم دا خط ترلاسه کړې دې چې رسنیو ته لیږل شوې دي.
په مکتوب کښې لیکل شوي چې رسنیو له په کار دي چې د نورو دینونو ته وده ور نه کړي او رسني دی اسلام ته وده ورکړي. په مکتوب کښې لیکل شوي چې چې طالبانو په ټول افغانستان واکمن دي او او خلقو او دین اسلام ته خدمت کوي.
په خط کښې ویل شوي چې باید رسنې باید دا ډله د افغانستان اسلامی امارت په نامه یاده کړې، دا مکتوب د افغان رسنیو ته لیږل شوې دې.
یاده دې وی چې کله نه هم د افغانستان اسلامی امارت په افغانستان کنټرول ترلاسه کړو نو په هغه ورځ کښې د امارت اسلامی له مشرانو طرف نه داسې خبرلیک خپور شو چې طالبان د عام معافي اعلان کوي، که چا طالبانو سره کوم ظلم کړې وی نو هغه طالبان معاف کوي.
د طالبانو دغه اعلان خلقو په ډیرو ښو ټکو کښې وستایه او زیاته ی کړه چې دا د اسلام امارت یو ډیر ښه ګام دې چې خلقو ته ی د عام معافي اعلان وکړي او طالبانو دا د فتح مکه هغه زوړ یاد تازه کړو چې کله پیغمبراسلام حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم هم خلقو ته د عام معافۍ اعلان وکړو.

Leave a reply