د نوي کال ۲۰۲۳ شپه، په کراچۍ کښې هوايي ډزو له امله د يو تن ماشوم او ښځو په ګډون ٢٢ کسان ژوبل شوي دي

0
50

باغی ټي وي رپورټ
د نوي کال په شپه په کراچۍ ښار کې د پوليسو د سخت امر او لارښوونې باوجود په بيلا بيلو سيمو کې د هوايي ډزو له امله د يو تن ماشوم او ښځو په ګډون ٢٢ کسان ژوبل شوي دي.

په کراچۍ کې د نوي کال په موقع لومړۍ پېښه په صدر کې د سېنټ پيټرک سکول سره نزدې شوې، ورپسې ګارډن، عثمان آباد، لائټ هاوس کمپاونډ، راجه مینشن، سول هسپتال ته نزدې، نارتھ ناظم آباد، حسین آباد، ناظم آباد، لیاقت آباد، فائیو سټار چورنگي، کشمیر کالونۍ، د کھارادر، اصف چوک، عيد ګاه، سومره ګلي او نورو سيمو نه د شپې تر ناوخته پورې عباسي شهيد روغتون، سول روغتون او جناح روغتون ته د ټپيانو راوړلو لړۍ روانه وه.

د کراچۍ پوليسو د نوي کال په مناسبت د هوايي ډزو په پېښو کې د ککړو شکمنو کسانو په ضد د کارروايۍ په ترڅ کې د دوو پوليسو په ګډون ۱۷ شکمن کسان نيولي دي.

د ایس پي ګلشن ډویژن سلیم شاه وینا ده چې ګلشن پولیس کاروائي کړې او په هوائي ډزو کښې ککړ درې ملزمان یې نیولي دي.

سليم شاه زياته کړه چې دوه ملزمان د ګلشن اقبال او يو د شارع فيصل نه نيولې شوي دي او نيولې شوي ملزمانو خلاف قانوني کاروائي روانه ده۔بل لوري ته ايس ايس پي سټي وايي چې په ښار کې يې د ډزو په تور دوه پوليس هم نيولي دي.
پوليسو تر دې مهاله د هوايي ډزو په پېښو کې ککړ ١٧ شکمن کسان نيولي، چې د پوليسو په عملياتو کې ١١ شکمن کسان له ښاره، درې له ختيځ او درې له کورنګي ولسوالۍ نيول شوي دي.

د چپرهار سرچينې وايي، چې د کراچۍ په بېلابېلو سيمو کې د هوايي ډزو له امله ټپي شوي کسان د کوچيپې امبولانسونو له لارې روغتون ته لېږدول کېږي.

دسرچينو ترمخه دبريدونو په پيښه کې ژوبل شوي 8 کسان سول هسپتال، څلور جناح او 10 کسان عباسي شهيد روغتون ته دعلاج لپاره رسول شوي دي.

Leave a reply