پاکستان کښې د يو تولې سرو زرو بيه راټيټه شوې ده
باغی ټي وي رپورټ
په هېواد کې د يو تول سرو زرو بيه راټيټه شوې ده.
د آل پاکستان جیمز اینډ جیولرز ایسوسی ایشن ترمخه نن د یو تول سرو زرو بیه د یو لاک 83 زره 900 روپو نه کمه شوې ده.
د ۱۰ ګرامه سرو زرو بیه د ۱۷۱ روپیو کمیدو سره ۱ لاکه ۵۷ زره ۶۶۵ روپۍ شوې ده. د يادې ټولنې د معلوماتو له مخې، نن د تېرې پنجشنبې په پرتله په نړيوال بازار کې د يوانس سرو زرو بيه د ٦ ډالرو په لوړوالي سره ١٨٢٤ ډالره ده.