وادي تیراه او د ملک په نورو اوچتو سیمو کښې واورې وریدلې، سیلانیانو د واوروې ورښت څخه خوند اخلي

0
89

نصیب شاه شینواري
د ملک په بیلا بیلو سیمو کې واورې وریدلي دي، د ضلع خیبر په لرې پرته سیمه وادي تیراه کښې هم واوره شوې ده، په مری، ګلګت، هنزه او کالام کې واوره وریدو د منظرو او ددې سیمو ښکلا نوره هم زیاته کړې، سیلانیان د واورو له اوریدو خوند اخلي.

په ناران، کاغان، استور، غذر او دیامر کې واوره ورېدلې، ماشومان خوند اخیستلو لپاره پارکونو ته تللي. د ضلع خیبر په لرې پرته او افغانستان سره په پوله سیمه وادي تیراه کښې هم واوره وریدلې ده، او د سیمې غرونو د واورې څادر اغوستې دې، وادي تیراه کښې واورې وریدو پس ددې سیمې ښایسته نور هم زیات شوې دې.

د ضلع خیبر په تیراه سیمه کښې هم واوره شوې ده.

د واورو د اورښت له امله په یو شمېر ځایونو کې د تړل شویو مواصلاتي لارو د خلاصولو کار روان دی، په داسې حال کې چې نتیا ګالي ته څېرمه په واورو کې بند پاتې سیلانیان خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

هنزه سره نزدې د قراقرم په لویه لاره د ټرافیک روانی متاثره شوی، د آزاد کشمیر په شاردا، اورنګ کیل، ګریس او توبت سیمو کې د نیلم وادي سب ډویژنونو کې د واورې وریدو له امله مواصلاتي نظام دریدلی دی.

ګوپس د منفي 08 درجې سانتي ګراد سره د هېواد تر ټولو يخنۍ سيمه وه، په داسې حال کې چې سکردو منفي 7، کالام منفي 5، پارا چنار او مالم جبه منفي 4، چترال، مري او ګلګت منفي 01، پېښور او کوټه کې 3، اسلام اباد کې 5، لاهور 7 درجې حرارت درلود. په کراچۍ کې ۱۶ او لیه کې د تودوخې درجه منفي ۱۰ درجې سانتي ګراد ثبت شوې ده.
O

Leave a reply