نجم سیټي پر ضد پرله پسې بیانونو، پی سی بی رمیز راجا ته خبرداری ورکړې دې چې دوی به د هغه په ضد قانونی کاروایی وکړي
باغی ټي وی رپورټ
د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د رميز راجا د نجم سيټي په ضد د بيان ځواب ورکړی او ويلي يې دي چې د رميز راجا د بيان مقصد د پي سي بي د چيئرمين نجم سيټي شهرت ته زيان رسول دي.
پي سي بي رميز راجا ته خبردارى ورکړى چې هغه د چيئرمېن او ادارې د وقار خوندي کولو لپاره د قانوني ګام پورته کولو حق لري.د پي سي بي لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شوي دي چې د رميز راجا د خپل او اوسني چيئرمين پخواني دورونو سره پرتله کول ګمراه کوونکې دي ځکه چې نجم سيټي متحده عرب اماراتو ته د سفر باوجود د پي ايس ايل الاؤنس نه دې ترلاسه کړي۔