د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري وايي، اسټيبلشمنټ د غوره حکومت کور ته لېږلو او د جوکرانو په لګولو سره لویه تېروتنه کړې ده

0
263

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري وايي، اسټيبلشمنټ د غوره حکومت کور ته لېږلو او د جوکرانو په لګولو سره لویه تېروتنه وکړه.

اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال فواد چوهدري وويل دعمران خان نه پرته دپاکستان سياست په نخښه دى، دغه حکومت کور ته ليږل او ددوؤ نيمو کالو لپاره ټيکنوکريټ حکومت جوړول يوه ټوکه ده، هغوي به وارداتي ټيکنوکريټس، غير منتخب کسان راولي. له امریکا څخه د تکنوکراتانو په را واردولو سره ستونزې نه شي حل کولای، ټاکنې د هېواد د ستونزو حل دی.

هغه زیاته کړه چې اسټیبلشمنټ د غوره حکومت کور ته په رالیږلو او د مسخرانو په مسلطولو تېروتنه وکړه، عمران خان یوازینی مشر دی چې لاسونه یې د افغانانو په وینو رنګ نه دي، که په افغانستان کې د کوم مشر عزت وي هغه عمران خان دی.
هغه وويل چې که په افغانستان کې حالات خراب شي نو پاکستان به هم متاثره شي، مونږ ټول وخت جنګ نۀ شو کولاى، فکر کوم چې بمونه او ميزائيلونه وغورځوو نو عکس العمل به وي.

فواد چوهدري وويل د پي ټي ائي حکومت د افغانستان په اړه د يوې جامعې پاليسۍ په ذريعه مخ په وړاندې روان دى، مونږ د افغانستان معاملې د يوې منظمې پاليسۍ لاندې څارو، د افغانستان سره په پوله د باړ لګولو او د پولې د بازار د پرانستلو خبره پاى ته رسېدلې خو د کابل په حالاتو نه پوهېږي. د ټي ټي پي د ۴۰ نه تر ۵۰ زرو پورې خلک اوسیدل پکار دي.
پخواني وفاقي وزير وويل په خېبرپښتونخوا کښې د ضم کيدو نه پس فاټا ته ترقي ورکولے شي ولي وفاقي حکومت پيسې بندې کړي ولې ستونزې نه حل کيږي۔

د پي ټي ائي مشر وويل امريکا، چين، اسټريليا او سعودي عرب پاکستان ته د سفر مشوره جاري کړې ده، دغو هېوادونو خپلو سفارتي کارکوونکو ته ويلي دي چې پنځه ستوريز هوټل ته نه ځي، د افغانستان مسلې په اړه د کابينې په کومه غونډه کې بريفنګ نه دی شوی. د کورنیو چارو وزیر چیغې وهلې خو د خلکو ستونزو ته یې غوږ نه دی نیولی.

فواد چوهدري وئيلي دي کومه ورځ چې مونږ ووايو چې مونږ استعفي ورکولو ته راځو نو سپيکر د تور غل په شان تښتي.

د ملک اقتصادي صورتحال په اړه فواد چوهدري وويل ملک کې ډالر نشته او د سرو زرو هم کمي ده، ملک ته ورځي او ملک ډالرو ته ضرورت لري.

د تحریک انصاف مشر تور ولګاوه چې شهباز شریف په ټرپل سیون الوتکه کې له ۴۳ کسانو سره چین ته تللی، چین ویلي چې د پنځو کسانو کوربه توب به کوي او پاتې پیسې به تاسو ورکوي، چې د این آر او دوسیې اداره کړي.

Leave a reply