د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې او د طالبانو له حکومت څخه یې په پالیسیو کې د بدلون غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پر ښځو بندیزونه د نړیوالې ټولنې د تمې خلاف دي، چې ښځو او نجونو ته باید په افغانستان کې مساوي او معقوله استازیتوب ورکړل شي.
په اعلامیه کې غوښتنه شوې چې په افغانستان کې دې ښوونځي پرانستل شي، نوې پالیسي او اقدامات دې ودرول شي.امنیت شورا وايي، دا تګلارې د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ته د درناوي پر وړاندې خنډ دی او په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار کولو د بندیز په اړه هم اندېښنه لري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي، پر ښځو او نجونو بندیزونه بې بنسټه دي او باید پای ته ورسېږي.د يادونې وړ ده، چې طالبانو په افغانستان کې پر ښځو د نادولتي موسسو پر کار کولو بنديز لګولى، په داسې حال کې چې د نجونو لپاره د پوهنتونونو او ښوونځيو دروازې هم تړل شوې دي.