د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د عزیزي بانک له مسؤلینو سره د ګډو همکاریو په تړاو ناسته ترسره کړی.

0
182

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د عزیزي بانک له مسؤلینو سره د ګډو همکاریو په تړاو ناسته ترسره کړی.

27 دسمبر 2022

 

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د عزیزي بانک له اجرائیوي رئيس سره د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه وکتل.

 

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د عزیزي بانک له اجرائیوي رئيس ښاغلي فریداحمد شیرزاد سره وکتل.

 

په یاده لیدنه کې، د اوبو او انرژۍ وزارت او عزیزي بانک ترمنځ د ګډو همکاريو او همغږیو په هکله بحث او د اندونو تبادله ترسره شوه.

 

د عزیزي بانک مسؤلینو د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره د لیدنې په بهیر کې د برېښنا بل د راټولولو او د دې وزارت د نورو مالي چارو اړوند خدمتونو کې د لازمو آسانتیاوو په رامنځته کولو کې د همکاري ژمنه وکړه.

اړوند موضوعات

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د ترکیې هېواد له یو شمیر صنعت کارانو سره ولیدل.

 

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر له دې وزارت سره د یاد بانک له دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او د دې همکاریو د لا پياوړتیا او دوام لپاره یې پر لا زیاتې همغږي باندې ټینګار وکړ.

Leave a reply