سوات پریس کلب ټاکنې به په ۲۸م دسمبر ترسره شي

باغی ټي وي رپورټ
سوات : د سوات پریس کلب الیکشن کمېټۍ غړو حضرت بلال او سلیمان یوسفزي یو پریس ریلیز جاري کړی او څرګنده کړې ده چې د آزادو خبریالانو پینل د کال ۲۰۲۳م لپاره د سوات پریس کلب او یونین آف جرنلسټس انتخاباتو لپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي.
الېکشن کمېټۍ ته جمع کړې شوې دې چې پکښې د سوات پریس کلب صدر شیرینزاده، نائب صدر عصمت علي اخون، جنرل سیکرټري نیاز احمد خان، ډپټي جنرل سیکرټري عبید فضل، ګینټ سیکرټري شوکت علی خان او د فنانس سیکرټري لپاره ناصر عالم د کابینې لپاره کاغذونه جمع کړي دي.د سوات يونين آف جرنلسټس د کابينې لپاره صدر حضرت علي باچا، سينئر نائب صدر محمد شفيع الله، جنرل سيکرټري سليم اطهر، ډپټي جنرل سيکرټري محمد زبير خان، جينټ سيکرټري عمر فاروق او فنانس سيکرټري افتخار علي کاغذونه جمع کړي دي، په دې توګه ګورننګ باډي فضل رحيم خان، غفور خان عادل، فضل خالق خان، خورشيد عمران او محمد حيات چمن خپل د نامزدګۍ کاغذونه په خپل وخت جمع کړي دي، خو د دوی په ضد بل کوم پینل یا فرد د نامزدګۍ کاغذونه جمع نه کړل، د دې کاغذونو تفتیش به په 27 دسمبر 2022 کیږي. نوموړي زیاته کړه، چې ټاکنې به له مهالویش سره سم د چهارشنبې په ورځ د دسمبر په ۲۸ مه ترسره شي.






