اسلامي امارت هغه افغان بندي چې عراق کې په اوږد بند محکوم شوی و، راخلاص او کورنۍ ته سپارلی.

0
170

اسلامي امارت هغه افغان بندي چې عراق کې په اوږد بند محکوم شوی و، راخلاص او کورنۍ ته سپارلی.

26 دسمبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د عراق څخه یو افغان بندي چې هلته په اوږد بند محکوم شوی و، راخلاص او کورنۍ سره یوځای شو.

 

خبرپاڼه زیاتوي: حاجي راز محمد د ننګرهار کامې ولسوالۍ اوسېدونکی چې څه موده وړاندې د حج د فریضې د اداء کولو په موخه په بایسکل له افغانستان څخه روان شوی او په عراق کې د حکومت له لوري زنداني او په اوږده حبس محکوم شوی وو، تازه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په هڅو له زندانه را خلاص شو.

بهرنیو چارو وزارت وایي: یاد بندي له عراق څخه په دولتي مصارفو هیواد ته راستون او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.

اړوند موضوعات

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له ازبکستاني لوري سره د بریښنا په ستونزو خبرې کړي.

په داسې حال کې چې بهرنيو چارو وزارت د خپلو هيوادوالو د قانوني ستونزو د هواري په موخه هلو ځلو ته ژمن دی، بیا هم په ټولو هیوادوالو غږ کوي چې بهرنیو هیوادونو ته له غیر قانوني، نا مروجو او په ناسالمو لارو تګ څخه ډډه وکړي.

حماد

Leave a reply