د اسلام اباد هائي کورټ د پاکستان د جوړېدو راهسې د صدرانو او وزيراعظمانو لخوا د ترلاسه شوو تحفو په اړه د کابينې ډويژن نه رپورټ غوښتی دی

0
83

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ د پاکستان د جوړېدو راهسې د
اولس مشرانو او وزيراعظمانو لخوا د ترلاسه شوو تحفو په اړه د کابينې ډويژن نه رپورټ غوښتی دی.

د اسلام اباد هائي کورټ جسټس ميا ګل حسن اورنګزېب د ابوذر سلمان نيازي د درخواست اورېدنه وکړه چې د پاکستان د جوړېدو راهسې صدرانو او وزيراعظمانو ته د ترلاسه شوو تحفو تفصيلات وړاندې کړي.

د درخواست کوونکي وکيل وويل چې درخواست کوونکي د کال 1947م راهسې د صدرانو او وزيراعظمانو څخه د ترلاسه شوو تحفو تفصيلات غوښتي وو خو د کابينې ډويژن د معلوماتو ورکولو څخه انکار کړى ؤ او وئيلي يې ؤ چې دا محرم دي او د پاکستان انفارميشن کميشن د جون په 29مه نيټه حکم ورکړى ؤ. د پنځو میاشتو په تېرېدو سره هم عمل نه دی شوی
جسټس مياګل حسن پوښتنه وکړه چې ولې پاتې نور دولتي کارکوونکي هم په دې کې شامل نه کړل شول؟ ولې ځان تر ولسمشر او صدراعظم پورې محدودوي؟ دا ستاسو هوډ څرګندوي، هره غوښتنه چې راځي د لومړي وزیر سره تړاو لري.

په دې موقع د اټارني جنرل مرستيال وويل زما په نظر د 1990 څخه وړاندې ريکارډونه به موجود نۀ وي، داسې معلومات بايد په ويب سائټ وي.

د لنډې اورېدنې وروستو عدالت د پاکستان د اطلاعاتو کمېشن د پرېکړې نه عملي کولو په اړه کابينې ډويژن ته نوټس جاري کړی او په يوه مياشت کې دننه يې رپورټ غوښتی دی.

Leave a reply