د جماعت اسلامي کراچۍ امير حافظ نعيم الرحمان وايي د پيپلز پارټۍ په خمير کې د کراچۍ سره دښمني ده

0
184

باغی ټی وی رپورټ
کراچۍ: د جماعت اسلامي کراچۍ امير حافظ نعيم الرحمان وايي د پيپلز پارټۍ په خمير کې د کراچۍ سره دښمني ده او پيپلز پارټي نه غواړي چې د کراچۍ خلک دې په حقه وګڼل شي.

کورنګي عيدګاه ګراونډ کښې د کورنۍ ميلې ګډون والو ته خطاب کښې حافظ نعيم اوويل چې ايم کيو ايم او پي ټي آئي د غلط مردم شمارۍ منظوري ورکړې ده په داسې حال کښې چې د پيپلز پارټۍ په خمير کښې د کراچۍ مخالفه ده او په حقله دې راشئ.
هغه وويل په کراچۍ کې دامن او نظم دحالت دښه والي لپاره بايد دښار په پوليسو کې ٨٠ فيصده مقامي خلک وګمارل شي او په کراچۍ کې د٤٠ زرو څخه زيات د سندهـ پوليس افسران تعینات دي چې دهغو څخه يو فيصد هم دکراچۍ نه دي. په کراچۍ کې دا مهال تر ټولو ارزانه شی د انسان ژوند دی، په یوه میاشت کې د کورنګي په لاره کې ۴ تنه ښاریان د مقاومت په خاطر شهیدان شول.

بل لوري ته د سندهـ ايالتي وزير شاه د حافظ نعيم څرګندونې تعصب پر بنسټ بللي او ويلي يې دي چې حافظ نعيم به د میئر په توګه په خپله خوښه کې تعصب ښکاره کوي، دا تمه نه وه، حافظ نعيم له سياسي پلوه په بشپړه توګه ازاد دی.

Leave a reply