د خېبر پښتونخوا حکومت ډېره اسماعيل خان ته د ګورنر غلام علي د سفر لپاره د هيلي کاپټر له ورکولو انکار کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
د خېبر پښتونخوا حکومت ډېره اسماعيل خان ته د ګورنر غلام علي د سفر لپاره د هيلي کاپټر له ورکولو انکار وکړ.
د سند له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر په ډي آئي خان کې د وزيراعظم استقبال لپاره د صوبايي حکومت څخه د هيلي کاپټر غوښتنه کړې وه، خو حکومت د حکومتي هيلي کاپټر د راغورځيدو د علت په بيانولو سره بخښنه وغوښته.
په سند کې راغلي چې دویمه چورلکه هر وخت د وزیر اعلی د بېړنیو لیدنو لپاره ساتل شوې ده.سرچينې وايي د خېبرپښتونخوا حکومت د انکار نه وروستو گورنر غلام علي د سړک په ذريعه ډي آئي خان ته رسيدلى دى.
دسرچينو ترمخه دخيبرپښتونخوا حکومت دوه ځله گورنر ته د هيلي کاپټر د ورکولو څخه معذرت هم غوښتى دى، دخيبرپښتونخوا حکومت هيلي کاپټر دتيرو څو کالو راهسې په گورنر هاوس کښې دې، گورنر ددغه هيلي کاپټر له لینډنګ څخه انکاری نه دې.
سرچينې وائي چې صوبائي اسمبلۍ دحکومتي هيلي کاپټرو داستعمال بل منظور کړى دى، ددولتي هيلي کاپټر داستعمال بل سند گورنر ته دلاسليک لپاره ليږلى دى.
د دغه قانون له مخې له ۲۰۰۸ کال راهیسې د دولتي چورلکو کارول قانوني شوي دي.