ټام وېسټ د نجونو د تحصیل په اړه د افغان حکومت وروستۍ پرېکړه نه جبرانېدونکې بللې

0
94

هغه وړاندې ویلي، محصلین له خپلو خویندو سره اوږه په اوږه ولاړ دي، هغه که د استادانو استعفاوې، لاریونونه او یا نورو مخالفتونو په شکل کې دي.

د افغانستان د سرپرست حکومت دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو او اسلامي سازمان په ګډون ګڼ شمېر نړیوالو ادراو او لسګونو هېوادونو غندلې ده.
د افغانستان لوړو زده‌ کړو وزارت په هېواد کې د نجونو لوړې زده‌کړې تر بل امر پورې ځنډولې دي.

(2022 / 12 /  24   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ پر خپلې ټویټر پاڼې د نجونو تحصیل د بندېز په اړه ویلي چې دا یوه زیانمنونکې او نه جبرانېدونکې پرېکړه ده.
وېسټ زیاته کړې، له لوړو زده کړو د نجونو د مخنیوي د یوې زیانمنونکې او نه جبرانېدونکې پرېکړې په مخالفت کې ټوله نړۍ د افغانانو د یووالي شاهده ده.

هغه وړاندې ویلي، محصلین له خپلو خویندو سره اوږه په اوږه ولاړ دي، هغه که د استادانو استعفاوې، لاریونونه او یا نورو مخالفتونو په شکل کې دي.

اړوند موضوعات:

ټام ویسټ ویلي، د افغانستان نوی حکومت دې په لاس ورغلی فرصت نه ضایع کوي 

Leave a reply