لاهور هائي کورټ پروېز الهي ته يو ساعت وخت ورکړی دی

باغی ټي وي رپورټ
لاهور هائي کورټ د پنجاب د ګورنر لخوا د وزيراعلي پرويز الهي د ډي نوټيفيکيشن په ضد د درخواست اورېدنه کښې وقفه کړې ده
د لاهور هائي کورټ کښې د وزيراعلي د څوکۍ نه د پرويز الهي د لرې کولو په ضد د درخواست اورېدنه وشوه۔
د اوريدنې په مهال جسټس عابد عزيز شيخ پوښتنه وکړه چې که مونږ اوس وزيراعلي بحال کړو نو تاسو به اسمبلۍ منحل کوئ؟ دا مسله خو د منظور وټو قضیه کې هم راپورته شوه.
عدالت د پروېز الهي له وکيل بيرسټر علي ظفر نه پوښتنه وکړه چې ايا تاسو داسې حلف ورکولی شئ چې اسمبلۍ به نه ماتوي؟ په دې اړه علي ظفر وويل چې د عدم اعتماد له تحريک وروسته اسمبلۍ نه شي منحل کيدلى.
په عدالت کې معزز جج ريمارکس ورکړو چې عدم اعتماد واپس راغلى دى، که تاسو اسمبلۍ منحل کړه نو درخواست به بې اثره شي او يو نوى بحران به رامينځته شي.عدالت اوريدنه وځنډوله او بيرسټر علي ظفر ته يې وويل مونږ ته لس دقيقې وخت راکوي چې ستاسو موکل څخه هدايات واخلو.
ورسته چې سماعت بيا شروع شو نو بيرسټر علي ظفر عدالت ته اوويل چې د ذمه وارۍ ورکولو وخت پکار دے نو عدالت د وزيراعلې بحالولو سره د اسمبلۍ نه منحلولو حکم کولې شي۔
په دې اړه جسټس عاصم حفيظ ريمارکس ورکړو چې په داسې صورت کې به عدالت عبوري رليف نه شي ورکولى نو مونږ څنګه د اسمبلۍ د منحلولو د وزيراعلي د آئيني اختيار مخه نيسو.
عدالت يو ځل بيا اوريدنه وځنډوله او ويې ويل چې مونږ تاسو ته يو ساعت نور وخت درکوو چې لارښوونه واخلې.



