په پېښور کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پر ډپټي سپیکر وسله وال برید شوی چې پکې نوموړی خوندي پاتې شوی دی

باغی ټي وي رپورټ
په پېښور کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پر ډپټي سپیکر وسله وال برید شوی چې پکې نوموړی خوندي پاتې شوی دی.
د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ ډپټي سپيکر محمود جان وايي چې هغه د پېښور په ريګي سيمه کې يوې غونډې ته وينا کوله چې نامعلومو کسانو پرې ډزې وکړې.
مرستیال والي وویل چې د هغه ساتونکو پر بریدګرو ځوابي ډزې وکړې چې له امله یې دوی وتښتېدل.




