د لاهور هائي کورټ لوی بينچ مات شوې دې، د پرويز الاهي لخوا د پنجاب ګورنر د ډي نوټيفيکيشن چيلنج کولو لپاره د درخواست اوريدو لپاره د لاهور هایی کورټ دغه لوی بینچ جوړ شوې وو.
باغی ټي وي رپورټ
لاهور: د لاهور هائي کورټ لوی بينچ مات شوې دې، د پرويز الاهي لخوا د پنجاب ګورنر د ډي نوټيفيکيشن چيلنج کولو لپاره د درخواست اوريدو لپاره د لاهور هایی کورټ دغه لوی بینچ جوړ شوې وو.
د لاهور هائي کورټ چيف جسټس د پرويز الهي د درخواست اوريدو لپاره د جسټس عابد عزيز شيخ په مشرۍ کښې پينځه کسيزه بنچ جوړ کړے وو۔
جسټس محمد اقبال، جسټس طارق سليم شيخ، جسټس فاروق حيدر او جسټس مزمل اختر شبير هم په بنچ کې شامل وو.
د لاهور هائي کورټ چيف جسټس لخوا جوړه شوې پنځه کسيزه لويه بينچ منحل کړے شوے دے۔
د بنچ مشر جسټس عابد عزيز وويل زمونږ يو جج هم د دې بنچ برخه نه غواړي ځکه چې جسټس فاروق حيدر په ډېرو مقدمو کې د پروېز الهي وکيل پاتې شوى دى.