مسلم ليګ ن د پنجاب اسمبلۍ سپيکر او ډپټي سپيکر خلاف د عدم اعتماد تحريک واپس نه اخستو فيصله کړې ده

0
195

باغی ټي وي رپورټ
مسلم ليګ ن د پنجاب اسمبلۍ سپيکر او ډپټي سپيکر خلاف د عدم اعتماد تحريک واپس نه اخستو فيصله کړې ده۔

ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې د عمران خان لخوا د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ لغوه کولو اعلان وروسته مسلم ليګ (ن) د پنجاب د وزيراعلي پروېز الهي نه علاوه د پنجاب اسمبلۍ سپيکر سبطين خان، او ډپټي سپيکر واثق عباسي په ضد د عدم اعتماد تحريک جمع کړې وو.

بلي خواته دپنجاب ګورنر بليغ الرحمان وزيراعلي چوهدري پرويز الهي نه د اعتماد رايه اخستلو غوښتنه کړي وه ولي د اعتماد ووټ وانخيستل شو نو تيره شپه د پنجاب ګورنر د وزيراعلي چوهدري پرويز الهي نه د ډي نوټيفيکولو اعلاميه جاري کړه۔ وزیر په داسې حال کې چې د پنجاب سیکرټري هم د کابینې تحلیل کولو نوټیفیکیشن جاري کړی دی.

خو اوس سرچينې وائي چې مسلم ليگ(ن) دپنجاب د وزيراعلي چوهدري پرويز الاهي په ضد دبې اعتمادۍ تحريک واپس اخستو فيصله کړې ده او دسپيکر ثابتين خان اؤ ډپټي سپيکر واثق عباسي په ضد به دبې اعتمادۍ تحريک بيرته نۀ اخستل کيږي.

د پنجاب اسمبلۍ د مسلم ليګ (ن) غړي خليل طاهر سندو وايي پروېز الهي د باور رايې نه ترلاسه کولو له امله خپله چوکۍ له لاسه ورکړې، يوازې د پنجاب د وزيراعلي پر ضد د عدم اعتماد تحريک بېرته اخستل شوی دی.د سپېکر پنجاب اسمبلۍ او ډپټي سپېکر خلاف به د عدم اعتماد تحريک موجود وي.

Leave a reply