ایران په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې پرتوخنډونو د ژر تر ژره لرې کولو غوښتنه وکړه

د سرپرست حکومت له خوا د افغانستان په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو د ځنډولو په اړه له غبرګونونو وروسته؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي دي چې ایران د افغانستان د ګاونډي او په دغه هیواد کې د سولې او ثبات د لیوالتیا په توګه په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په وړاندې د خنډونو د رامنځ ته کیدو په خبر خواشینی دی.
(2022 / 12 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې پرتوخنډونو د ژر تر ژره لرې کولو غوښتنه وکړه.
د سرپرست حکومت له خوا د افغانستان په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو د ځنډولو په اړه له غبرګونونو وروسته؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي دي چې ایران د افغانستان د ګاونډي او په دغه هیواد کې د سولې او ثبات د لیوالتیا په توګه په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په وړاندې د خنډونو د رامنځ ته کیدو په خبر خواشینی دی.
اړوند موضوعات:
د اسلامي همکاریو سازمان تازه ویلي چې اسلامي امارت دې د نجونو زده کړو د بندیز پر پرېکړه بیا غور وکړي.
په دغه اعلاميه کې د ايران د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست حکومت له مسوولينو غوښتي چې ژر تر ژره پراته خنډونه لرې کړي او په بېلابېلو پړاوونو کې دې په دغه هېواد کې د نارينه او ښځينه محصلينو د زده کړو د بيا پيل لپاره زمينه برابره کړي.