پکتیا او ننګرهار کې ترافیکي پیښه کې نیږدې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
22 دسمبر 2022
نن ورځ د د ګردیز-خوست پر لویه لار ترافیکي پېښه له امله دولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د یادې ولسوالۍ مسؤلینو د راپور له مخې، پېښه له غرمې وروسته د ګردې څیړۍ ولسوالۍ په حدودو کې د ملکي وګړو یو عراده بکسه موټر د سرک غاړې استنادي دیوال سره د ټکر په پایله کې رامنځته شوې.
د یادې پیښې په پایله کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نهه نور ټپیان دي.
د ولسوالۍ مسؤلین وایي، د پیښې ځای ته یې پر وخت رسیدنه کړې او یاد کسان یې د پکتیا حوزوي روغتون ته انتقال کړي
اړوند موضوعات
په ورته وخت کې د ننګرهار بټي کوټ کې هم درې تنه ترافيکي پېښه کې ټپيان شوي دي.










Leave a Reply