ترکیه وايي چې طالبانو سره؛ تماس کې یو پر بېلو موضوعاتو خبرې روانې دي
کالین څرګنده کړې چې دوی دغه راز په افغانستان کې د موجوده ستونزو د حل لکه د قتصادي او امنیتي وضعیت او دغه راز د کډوالو پر موضوع له طالبانو سره په تماس کې دي او هیله لري چې هر څه ژر شته ستونزې اوارې کړي.
(2021 / 10 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
ترکیه وایي چې دوی د افغانستان له حکومت سره په اړیکه کې دي او د کابل نړیوال هوایي ډګر سربېره یې پر ځینې نورو موضوعاتو هم ورسره خبرې روانې دي.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم کالین زیاته کړې چې دوی د کابل هوایي ډګر د بیا پرانیستل کېدو ملاتړ کوي او د یاد ډګر د فني او تخنیکي ستونزو د له منځه وړلو لپاره یې له قطر سره هم خبرې پیل کړې دي.
هغه ویلي، د دوی ټول تمرکز پر دې دی چې د افغانستان حکومت وکولی شي په یوازي ځان هر څه سم مدیریت کړي.
کالین څرګنده کړې چې دوی دغه راز په افغانستان کې د موجوده ستونزو د حل لکه د قتصادي او امنیتي وضعیت او دغه راز د کډوالو پر موضوع له طالبانو سره په تماس کې دي او هیله لري چې هر څه ژر شته ستونزې اوارې کړي.
نوموړي دغه راز ویلي چې د ا.ا.ا د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته څنګه چې لازمه وه مثبت ځواب نه دی ویلی خو دوی باید لږ نور هم منتظر پاتې شي.










Leave a Reply