د پاکستان تحریک انصاف مشرتابه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ منحل کول د پنجاب سره تړلي دي

باغي ټي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشرتابه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ منحل کول د پنجاب سره تړلي دي.
دسرچينو ترمخه په پنجاب کې دسياسي بحران له امله په ٢٣م دسمبر دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ منحل کيدو امکان نشته. دسرچينو ترمخه د فواد چوهدري وړانديز دا دى چې د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ دې د پنجاب اسمبلۍ سره منحل کړي۔
سرچينې وائي چې په پنجاب کې دتخنيکي او قانوني وجوهاتو له امله ددسمبر په 23مه نيټه اسمبلۍ نۀ شي منحل کيدى. ياده دي وي چي عمران خان د دسمبر په 17مه نيټه اعلان کړي وو چي د دسمبر په 23مه نيټه به د پنجاب او خيبرپښتونخوا اسمبلئ منحل کوي چي دوه ورځي پس ئي د پنجاب ګورنر چوهدري پرويز الهي نه د اعتماد ووټ اخستلو غوښتنه کړي وه۔ بل لوري ته دخيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې دجمعې په ورځ به اسمبلۍ منحل کوي.