د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان د صوبې په جنوبي ضلعو کې د امن او نظم د خرابېدو پړه پر وفاقي حکومت واچوله

باغي ټي وی رپورټ
پېښور: د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان د صوبې په جنوبي ضلعو کې د امن او نظم د خرابېدو پړه پر وفاقي حکومت واچوله.
څو ورځې وړاندې عمران خان اعلان وکړ چې د دسمبر په ۲۳مه به د خېبرپښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ منحل کوي، خو د ګورنر محمد بليغ الرحمان له خوا د وزيراعلي چوهدري پروېز الهي له لوري د اعتماد رايې اخيستلو هداياتو وروسته حالات ډېر په زړه پورې دي.
بل لوري ته دخيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ به دجمعې په ورځ منحل کيږي.
په اتحادي حکومت نيوکې کولو سره محمود خان وويل وفاقي حکومت بیچاره دبل وینا لاندې کار کوي ،مونږ سره د شپې په اتو بجو د تجارتي مرکزونو د تړلو په اړه مشوره نه ده شوې.
هغه وويل دکرونا صورتحال اؤ دانرجۍ بحران له امله مونږ دشپې په اتو بجو دتجارت بندولو فيصله کړې وه، وفاقي حکومت زمونږ په گامونو عمل کوي.
وزيراعلي خيبرپختونخوا وئيلي دي چي مونږ ته د وفاقي حکومت نه خپل حق نه ميلاويږي او مونږ په ديوال باندي لګولي شوي يو، مونږ ته د فاټا د پخوانۍ فنډونه هم نه دي ميلاويږي۔ محمود خان وويل په خېبرپښتونخوا او په ځانګړې توګه جنوبي ضلعو کې دامن اؤ نظم وضعيت ښه نۀ دى اؤ ټول پوهيږي چې دا کار دحکومت دبدلون څخه وروستو رامخې ته شوې دې.






